ډبلیو ایف پي: د ۳ میلیونه خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو یو میلیون سره مرسته کولای شوو

ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، دا مهال درې میلیون افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي خو دوی له یوازې یو میلیون دې ماشومانو سره مرسته کولای شي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د افغانستان لپاره یې بودیجه تېرکال کمه شوه، خو په عین حال کې د دوی ۲۷۰۰ کلینیکونو ته د ماشومانو مراجعه هم زیاته شوې ده.

دا اداره په خپل بیان کې زیاتوي چې د دې مالي بحران ډېره برخه فشار د دې ماشومانو پر اوږد دی.

له بلې خوا د ماشومانو د ملاتړ اداره سېف دې چیلډرن وايي چې د افغانستان په هرو لسو ماشومانو کې درې یې سږکال له لوږې او سختۍ سره مخامخ دي چې ټول شمېر یې شپږنیم میلیون ته رسېږي.

یوشمېر نورو نړیوالو موسسو هم له دې مخکې په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او په تېره د خوارځواکۍ د زیاتېدو له کبله اندېښنه ښودلې وه.