هسپانیا اوکراین سره نږدې ۲ میلیارده یورو مرسته کوي

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې

اوکراین او هسپانیې د څه باندې یو میلیارد یورو په ارزښت امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د هسپانیا د صدراعظم پیدرو سانچز ترمنځ پرونۍ موافقې له مخې دغه هېواد به له اوکراین سره سږ کال د یو میلیارد اته سوه ملیون یورو په ارزښت پوځي مرستې وکړي.

د اوکراین ولسمشر د هسپانیې له صدر اعظم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د دغه تړون د لاسلیک اعلان وکړ.

ولادیمیر زیلینسکي پرون مادرید ته ورسېد.