د اوکراین یوې بې پیلوټه الوتکې د روسیې پر رادار سیستم برید کړی

ارشیف

د اوکرایین د پوځي استخباراتو یوه چارواکي ازادې اروپا راډیو ته ادعا کړې چې په یوه ډرون سره یې د روسیې د رادا د خبرداریو سیستم هدف ګرځولی.

دا له کله چې روسیې پر اوکرایین غیرموجه برید پيل کړی د روسیې خاورې دننه د اوکرایین تر ټولو ژور برید بلل کېږي.

د روسیې وورونيژ-ام د خبرداریو د رادار سیستم د قزاقستان پولې ته نږدې پروت دی او ډرون شاوخوا اتلس سوه کیلومتره لار وهلې څو یې دا رادار سیستم ویشتلی دی.

د روسیې چارواکو سمدستي د دې برید د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ هم اوکراییني چارواکو ادعا وکړه چې د روسیې په جنوب لویدیځ کراسندور کې یې د رادا تاسیسات هدف ګرځولي.