زیلینسکي مادرید ته رسېدلی؛ دی له اسپانیا سره دوه اړخیز تړون لاسلیکوي

د عکس ښي لور ته د اسپانیا صدراعظم پیترو سانچز او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن دوشنبه د مې په ۲۷مه مادرید ته ورسېد او ټاکل شوې چې له اسپانیا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې زیلینسکي ته په هوايي ډګر کې د اسپانیا د پاچا شپږم فیلیپ هرکلی ووایه.

اسپانوي رسنیو راپور ورکړی چې زیلینسکي به له کوربه هېواد سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو دمخه د اسپانیا له صدراعظم پیترو سانچز سره وګوري.

د راپور له مخې مادرید پلان لري چې اوکراین ته د یو اعشاریه ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د پیټروټ هوايي مدافع سیستم او د لیوپر ټانکونه واستوي.

کییف په پرله‌پسې توګه له خپلو لوېدیځو ملګرو غواړي چې د روسیې په ضد جګړه کې یې پوځي او مالي ملاتړ وکړي.