قطري او سویډني چارواکو د افغانستان، غزې او اوکراین په اړه خبرې کړي

د قطر بیرغ

د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې لولوه بن راشد الخاطر د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر یوهان فورسیل سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د قطر دې چارواکې په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دواړو خواوو د افغانستان، غزې او اوکراین په اړه بحثونه کړي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د لوړې کچې غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د قطر او ملګرو ملتونو چارواکو هم د طالبانو د حکومت له چارواکو سره کتلي او هغوی ته یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالب چارواکي وايي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره يې ځينې شرطونه وړاندې کړي دي.

د قطر د ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږي او منسجم ډول د نړیوالې ټولنې د تعامل زیاتوالی یاد شوی.