پاکستان نه ایستل شوي څه باندې ۵ سوه افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

ارشیف

د طالبانو د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو وزارت وایي چې پرون شنبې ۵۶۰ کسان چې له پاکستان څخه ایستل شوي، بیرته خپل هېواد ته راستانه شول.

دې وزارت نن په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو وطن ته راستانه شوي دي.

پاکستان له خپلې خاورې د تېرکال د نومبر په میاشت کې د افغانانو د ایستلو بهیرپیل کړی و چې په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو په وینا له پنځه سوه زره زیات کسان بیرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.