اوکراین؛ پر یوه سوداګریز مرکز د روسیې د برید تلفات ۱۲ تنو ته لوړ شول

د پېښې ځای

اوکرایني چارواکي وایي چې د خارکییف ښار پریوه سوداګریز مارکیټ د روسیې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته رسیدلی.

د خارکییف ښاروال اهورتیریخوف نن یکشنبې پر ټیلګرام چینل په یوه بیان کې ویلي چې د نړیدلې ودانۍ ترخاورو لاندې نور جسدونه موندل شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر اهور کلیمینکو ویلي چې تراوسه ۱۶ تنه ورک دي.

د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپور له مخې، په دغه حمله چې پرون شنبې وشوه، لږترلږه ۴۳ تنه ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي دي چې د برید پرمهال په پلورنځي کې دننه شاوخوا ۲۰۰ کسان وو.

روسیې په دې وروستیو کې پرخارکییف حملې زیاتې کړې دي.