په بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

په بدخشان کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.

په بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي دي.

ملي راډیو تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي نن د سیمه ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا کسان د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد په اړوندوه مورچک سیمه کې سېلاب وړي دي.

چارواکو ویلي چې یوازې د یوه تن مړی موندل شوی او د پاتې مړیو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

پرون له دې مخکې د فاریاب ولایت چارواکو هم ویلي وو چې روانو سېلابونو ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړی چې دا پېښه د کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش سیمه کې شوې ده.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تېرې څه باندې یوې میاشتې سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او پراخې کرنیزې ځمکې اوبو لاندې کړې دي.

په عین حال کې د هواپېژندنې ادارو د افغانستان په ځینو سیمو کې د نورو درنو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی.