د اوکراین ولسمشر اسپانیا او پرتګال ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

په پام کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي به اسپانیا ته له سفر وروسته د سه شنبې په ورځ پرتګال ته ولاړ شي.

د پرتګال د "سي این این" شبکې د خبر له مخې که څه هم د زیلینسکي سفر په راروانو ورځو کې د اوکراین د جګړې له څرنګوالي سره تړلی٬ خو نوموړی به د اوونۍ په پیل کې اسپانیا او پرتګال ته ورسېږي.

د پرتګال د صدراعظم او ولسمشر استازو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د پرتګال ګادینا سیر راډیو خبر ورکړی چې زیلینسکي به نن اسپانیا ته او د سه شنبې په ورځ پرتګال ته ولاړ شي.

زیلینسکي د روانې میاشتې په پیل کې مادرید او لزبن ته خپل سفر په خارکییف کې د درنو جګړو له پیلېدو وروسته وځنډاوه.