ملګرو ملتونو په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي

په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې وروستي سېلابونه ویجاړوونکي بللي دي.

د دې ادارې عمومي دفتر پرون پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې خلک د هرڅه تر بایللو وروسته هڅه کوي چې بېرته عادي ژوند ته راوګرځي او خپل کورونه جوړ کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، دوی له خپلو شریکانو سره په سېلاب ځپلو سیمو کې دي او سېلاب ځپلو ته اضطراري مرستې رسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د روانې میلادي میاشتې په سېلابونو کې ۵۴۰ کسان مړه او په زرګونو نور ژوبل شوي، خو ګومان کېږي واقعي شمېر تر دې زیات وي.