طالبان: د فاریاب په کوهستان کې سېلابونو ۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په فاریاب کې له دې مخکې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو چارواکو تایید کړې چې د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۴کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دا سېلابونه تازه د کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش ښار کې راوتلي دي.

باختر اژانس چې طالبان یې کنټرولوي نن په فاریاب کې د سېلونو له امله د مرګ‌ژوبلو شمېرې خپرې کړي دي.

فاریاب د افغانستان له هغو ولایتونو چې سېلونو پکې تېر یوه میاشت کې ډېر ورانی کړی او لسګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله رسولې ده.

اخوا د هوا پېژندنې ادارې بیا هم په یو شمېر ولایتونو کې د درنو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.