ویسټ: ترکي چارواکو سره مې د امنیتي مسایلو او افغانانو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، انقرې ته د تېرو دوو ورځو سفر پرمهال یې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې له مشر سره په کتنه کې یې د امنیتي مسایلو او د افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي.

ښاغلي ویسټ نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې له سیرکان کایالر سره یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د هڅو د همغږۍ، د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلونو له زیانمنو خلکو سره د مرستو او د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ پر مسایلو خبرې وکړې.

ښاغلي ویسټ همداراز لیکلي دي چې په دې کتنه کې یې د افغانستان د کلتوري ساتنې، بېړنیو مرستو او له روزنیزو پروژو څخه د ترکیې د ملاتړ په اړه معلومات ترلاسه کړل.

ښاغلي ویسټ له دې مخکې په دوحه کې له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړوند د دوحې د راروانې غونډې په اړه خبرې کړې وې.