ایران افغان سېلاب ځپلیو ته مرسته ولېږله

ارشیف

له سېلاب ځپلیو سره د ایران د بشري مرستو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېده.

د ایران مهر اژانس د دغه هیواد د سرې میاشتې په وینا خبر ورکړی دی چې بشري مرسته یې له افغانانو سره کړې ده.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په بلخ کې وویل چې په یوه الوتکه کې خوراکي مواد، درمل، خېمې، کمپلې، چپرکټ او فرشونه د پنجشنبې په ورځ مزارشریف ته ورسېدل.

په بغلان، غور او فاریاب کې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې سېلونو د سلګونو کسانو ژوند اخیستی او مالي زیانونه یې خلکو ته رسولي دي.