د امریکا د استازو جرګې رییس: نتنیاهو به لنډ وخت کې د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي

د امریکا د استازیو جرګې رییس جمهوري پال مایک جانسن

د امریکا د استازیو جرګې رییس جمهوري پال مایک جانسن نن وویل چې په لنډ وخت کې به د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي او په غزه کې به د اسراییل د جګړې د مدیریت پر سر له ولسمشر بایډن سره پر پيدا شوي کړکېچ رڼا واچوي.

جانسن چې د اسراییل په تګلارې باندې له منتقدینو څخه دی، په واشنګتن کې یې د اسراییل په سفارت کې د اسراییل د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په غونډه کې وویل، د نتنیاهو وینا ته په داسې حساس وخت کې اړتیا زیاته ده.