د ملګرو ملتونو یو چارواکی: نړیوال دې خپل هېواد ته ستنیدونکو افغان کډوالو سره مرسته وکړي

له پاکستانه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان په خېمو کې ژوند کوي - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتویت له نړیوالو وغوښتل چې افغانستان ته له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره زیاتې مرستې وکړي ځکه د هغه په وینا کوربنه ټولنې نه شي کولای او نه هم دا ظرفیتونه لري چې له بهرنۍ مرستې پرته د نو راستنیو شویو کوربه توب وکړي.

نوموړې دغه غوښتنه تورخم ته د سفر په ترڅ کې په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون پنجشنبې د ملګرو ملتونو د بشري مرستونو د همغږۍ ادارې، اوچا په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې خپره کړې، کړې ده.

هغه ویلي چې د تېرکال له نومبر میاشتې راهیسې تراوسه نیم ملیون افغان کډوال له پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي او زیاته کړې یې ده چې دوی له تورخم نه نیولې ترخپلو اصلي مېنو یا نورو ځایونو پورې د تلو او هلته ترمېشتیدو پورې په ډېرو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزرات په وینا، د چهارشنبې په ورځ له درې نیم زره زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه یا په زوره بیرته خپل هېواد ته را ستانه شول.