د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو اټکل شوی

ارشیف

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونواټکل کړی دی.

دې ادارې پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر د سالنګونو په ګډون په بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو د ورښت اټکل کړی دی.

په عین حال کې دې ادارې په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی دی.

وروستیو ورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.