د قطر یوه ډیپلومات په دوحې غونډه کې له طالبانو د استازي استولو غوښتنه وکړه

د دوحې یوه څنډه

د قطر یوه ډیپلومات د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې غوښتي چې حکومت یې په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمې غونډې ته استازی ولېږي.

دا خبره د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا سیاسي معاونیت پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپره کړې ده.

په دې ټویټ کې زیاته شوې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له عبدالغني برادر سره نن د مې ۲۳مه په کابل کې وکتل.

په ټويټ کې همداراز زیاته شوې چې عبدالغني برادر ټینګار کړی چې د طالبانو له استازي پرته دا ډول غونډې بې پایلې دي نو باید د دوی د حکومت "دریځ ته درناوی او خبره یې واورېدل شي."

خو په ټویټ کې دا نه دي ویل شوي چې ایا طالبان به د دوحې په راتلونکې غونډه کې چې ټاکل شوې ده د جون په دېرشمه نېټه پیل شي، ګډون وکړي که‌نه.

ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طالبانو د د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

تېر ځل دا غونډه په دوحه کې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزو سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.

خو طالبانو په‌کې ګډون نه و کړی او یو لامل یې دا یاد شوی و چې ګواکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه‌شته.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش هغه مهال ویلي وو چې په هغه غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو شرطونه ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.