متقي له ترکیې څخه افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د اسانتیاو غوښتنه کړې

د طالبانو د بهرنیو چاور سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چاور سرپرست وزیر د ترکیې د کډوال ادارې له مشرغوښتي چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپلې ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، د ترکیې د کډوالو ادارې مشر اتیلا توروس په مشرې پلاوي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د کډوالۍ د مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړي دي.

په کتنه کې، متقي له ترکیې پلاوي غوښتي چې افغانانو ته د ویزو په برخه اسانتیا رامنځته کړي څو دوی وکولی شي په قانوني توګه ترکیې ته سفر وکړي.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او د خصوصي سکتور پر ودې هم خبرې شوي دي.