متقي د قطر د سرې میاشتې له یوه چارواکي سره پر مرستو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر د سرې میاشتې اړوند د خیریه او نړیوالې پراختیايي څانګې له مشر په کتنه کې له افغانستان سره د قطر پر مرستو خبرې کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، د قطر د سرې میاشتې اړوند د خیریه او نړیوالې پراختیايي څانګې مشر محمد صلاح د یوه پلاوی په مشرۍ امیرخان متقي سره په خبرو کې ویلي: " قطري سرې میاشتې تراوسه له افغانستان سره د روغتیايي اړتیاوو، د پوهې د ملاتړ او بشري همکاریو په برخو کې مرستې کړي دي."

ضیا احمد د صلاح له قوله ویلي چې تراوسه يې په زرګونو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

وړاندې ویلي شوي چې صلاح بغلان ته سفر کړی و او پر سېلاب ځپلو مرستې ویشلي دي.

د وروستیو سېلابونو زیانمونو شویو کسانو سره یو شمېر نړیوالو سازمانونو له هغې ډلې د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې صندوق نغدې مرستې کړي دي.