سرپل کې سېلابونه؛ طالبان: ۵ کسان مړه شوي

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په سرپل کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د سرپل ولایت د والي ویاند حبیب‌الله رسنیو ته ویلي چې دا سېلابونه تېره شپه د کوهستانات ولسوالۍ په صوفک کلي کې راوتي او له امله يې څلور ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي.

د حبیب په خبره، دې سېلابونو ۱۵۰ کورونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړي دي.

په وروستیو دوو اوونیو کې په افغانستان کې د سېلابونو د راوتو له کبله یوازې په فاریاب او غور ولایتونو کې ترسلو ډېر کسان مړه شوي دي.

دې سېلابونو د بغلان او تخار په ګډون په فاریاب، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې په زرګونه کورونه او کرنیز ځمکې ویجاړې کړي او خلکو ته د مالي زیان سربېره ځاني تاوانونه هم رسولي دي.