د پاکستان پوځ: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي شاهدان یوو

ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي شاهدان دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن ( د مې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ترهګر هڅه کوي د افغانستان-پاکستان پر پوله واوړي او هلته امنیتي ځواکونه او عام کسان په نښه کړي.

پاکستاني پوځ که څه هم نه دي ویلي چې کوم وسله وال د افغانستان له خاورې دوی ته ګواښ پېښوي، خو مخکې تر دې یې تور پورې کړی چې د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته پناه ورکړې.

د پاکستان پوځ زیاته کړې د همدې ګواښونو د مخنیوي لپاره دوی د بلوچستان د ږوب په سمبازه سیمه کې عملیات پیل کړي چې ترڅ کې یې د دوی په ټکو ۲۹ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان له خاورې دوی ته د ورپېښو ګواښونو مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت وړاندې تر دې دغه تورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.