طالبانو یو ځل بیا له نړیوالو د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست محمد نعیم

طالبانو یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د خپل حکومت د رسمیت غوښتنه کړې ده.

په دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست محمد نعیم د نړیوال امنیت فورم په ۳۴ مه دوري ناسته کې پرون رسینو سره په خبرو کې ویلي: " طالبانو د امنیت په تامین او د نشه يي توکو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې سره يې د نړیوال امنیت په تامین کې برخه اخیستې ده، دې حقایقو ته په کتو نړیوال دې، اسلامي امارت په رسیمت وپېژني او دافغانانو ستونزو ته دې د پای ټکی کېږدي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ښاغلي نعیم له قوله ویلي، د افغانستان جغرافیايي موقیعت د سیمې او نړۍ په امینت کې مهم رول لري.

طالب چارواکو له دې وړاندې هم په ځلونو د خپل حکومت د رسیمت پېژندلو غوښتنه کړې، خو نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسیمت پېژندنو لپاره د ښځو او نجونو د حقونو رعایت او د ټولشموله حکومت رامنځته کېدو شرطونه ایښي دي.