« ترکیش ایرلاینز» هوايي شرکت نن کابل ته خپل پروازونه بیا پيلوي

د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» الوتکه

د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» له نن څخه کابل ته خپل پروازونه بیا پيلوي.

ترکش ایرلاینز په یوه بیان کې ویلي چې کابل ته به په اوونۍ کې څلور پروازونه ولري.

اخوا د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت هم د ترکش ایرلاینز د الوتنو بیا پيل تایید کړی او ویلي یې دي دا به هغو کسانو ته لا اسانتیا رامنځته کړي چې د ترکیې له لارې اروپا او نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو ټولو بهرنیو شرکتونو افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول او دې چارې په کورنیو شرکتونو له هغې ډلې اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر فشار زیات کړ.

د پروازونو په ځنډ سربېره د افغانستان له فضا هم ګڼو شرکتونو خپل مسیرونه واړول چې ورسره د الوتنو په موده او قیمتونو کې ډېر توپير رامنځته شو.