کرزي په کابل هوايي ډګر کې له راشد خان سره کتلي

د عکس ښي لور ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان او چپ لور ته پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړي راشد خان سره کتلي دي.

طالبانو له څه باندې یو کلن ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهرني سفر اجازه ورکړې او نن سهار د درملنې لپاره جرمني ته روان شوی او راشد خان بیا د شل اوریز جام سیالیو کې د ګډون په هدف ویسټ اینډیز ته د سفر تابیا کړې ده.

کرزي او راشدخان تر سفر وړاندې په کابل هوايي ډګر کې سره کتلي دي.

حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: "نن د افغانستان پخواني ولسمشر جناب محترم حامد کرزي د خپلې درملنې لپاره المان ته روان شو او راشدخان د نړیوال جام سیالیو ته لاړ."

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې کرزی د یوې سترګې وړې جراحۍ ته اړتیا لري.

دغه سرچینه وایي، تېر یوه کال کې جرمني، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو حامد کرزي ته د رسمي سفر بلنې لېږلې وې، خو د طالبانو حکومت د رسمي سفر اجازه نه ورکوله.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته حامد کرزی په ۲۰۲۳ کال کې جرمني او بریتانیا ته تللی دی.

راشدخان بیا څو ورځې مخکې له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شوی و.