له زده کړو محرومې یو شمېر نجونې: « یوازې توب کې مو مطالعه زیاته کړې »

یو شمېر مطالعه کوونکې نجونې

په افغانستان کې، د کار او زده کړو څخه یو شمېر بې برخې ښځې او نجونې وايي چې د طالبانو حکومت لخوا پر دوی بندیزونه د دې لامل نه شي کېدای چې له علم او پوهې څخه زړه تورې شي.

دوی وايي، که څه هم اقتصادي ستونزې لري، خو هڅه کوي چې خپل ډېر وخت په کتاب لوستلو تېر کړي.

د هرات ولایت اوسېدونکې بهاره چې د ګرافیک څانګې څخه فارغه ده وايي د پوهنتون څخه د فراغت ورځ یې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو د تړلو سره برابره وه.

نوموړې وايي، د طالبانو د حکومت په دې حکم د هغې ټول پلانونه له مینځه ولاړل، خو کتاب ویل او مطالعه د زده کړو د هغو فرصتونو پر ځای یو ښه بدیل ګڼي چې اوس يې نه لري.

بهارې ازادي راډيو ته وویل: " وروسته له هغه چې بیکاره شوم، د یوې سالمې او ګټورې بوختیا په لټه کې وم، بیا مې کتاب ويل پیل کړل."

بهارې زياته کړه، هغه ډېر ناولونه او د ارواپوهنې کتابونه لولي.

له زده کړو یوه محرومه نجلۍ چې د کتاب په مطالعې بوخته ده

بهارې زياته کړه، هغه ډېر ناولونه او د ارواپوهنې کتابونه لولي.

د جوزجان ولایت اوسېدونکې فاطمه د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه چې د طالبانو حکومت د ښوونځيو دروازې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر مخ وتړلې.

هغه هم وايي چې ډېر وخت کتابونه لولي.

" په دغو شرایطو کې چې نه ښوونځی شته، نه پوهنتون او نه کورس، تر ټوله ښه دا دی چې مطالعه وکړو، په مطالعې سره د خپلې پوهاوی کچه لوړه کړو، که ښوونځی یا پوهنتون نشته کتاب خو شته."

د کابل اوسېدونکې عادله هم مطالعه، له زده کړو څخه د بې برخو لوستو نجونو او مېرمنو د درد ارام بښونکې بولي.

هغې ازادي راډيو ته وویل:"ډېری نجونې خپل دردونه له مطالعې سره دوا کوي، کله چې کار، زده کړې او ښوونځي وتړل شول دومره بد احساس مې درلود چې خپل ټول کتابونه مې داسې یو ځای کې کېښودل چې بیا مې مخې ته رانه شي. خو دې حالت زیات دوام ونه موند ځکه له ځان سره مې فکر وکړ، دوی خو د ښوونځي او پوهنتون دروازې زمونږ پر مخ تړلي خو هیڅکله هم نشي کولای زمونږ د بصیرت سترګې وتړي."

خاطره جامي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په انلاین ډول کتابونه پلوري، ازادي راډیو ته وویل چې ډېری پېرودونکې یې ښځې او نجونې دي.

" په دې درېیو کلونو کې چې زه کتابونه پلورم، ډېری مشتریانې مې هغه مېرمنې دي چې دا مهال کوم مصروفیت نه لري او مطالعې ته یې مخه کړې ده."

طالبانو پر نجونو او ښځو د نورو بندیزونوتر څنګ له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې دي.

دغه ښځې او نجونې په دې باور دي چې د مطالعې له لارې کولای شي د خپل د پوهاوي کچه لوړه کړي او هغې پوهې ته ورسیږي چې دوی ادعا کوي د طالبانو حکومت ورته د رسېدو لپاره د ښځو او نجونو مخه نیسي.

په ورته وخت کې دوی اندېښمنې دي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل به د بېلابېلو علمي درجو د ترلاسه کولو لپاره د دوی مخه ونیسي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو د نورو بندیزونو او محدوديتونو تر څنګ يې له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې دي. همدا رنګه ښځې په ډېری دولتي دفترونو، ټولو نادولتي دفترونو او سینګار تونونو کې د کار حق نه لري.

له ګڼو کورنيو او بهرنیو غبرګونونو سره سره، د طالبانو حکومت د دغو بندیزونو او محدوديتونو د لرې کولو پرېکړه نه ده کړې.