د اسراییلو جنګي کابینې د غزې د جګړې په اړه د نوې ستراتېژۍ پرېکړه وکړه

د غزې د جګړې یوه څنډه

د اسراییلو د جنګي کابینې غړي بیني ګانتز پرون (شنبې) د صدراعظم بنیامین نتانیاهو حکومت ته د جون تر لسمې پورې وخت ورکړ چې د غزې په جګړه کې نوې ستراتیژي وړاندې کړي، که نه نو دی به له دې کابینې استعفا وکړي.

بیني ګانتز ټینګار وکړ چې په دې ستراتېژۍ کې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنیدلو، په غزه کې د حماس د واکمنۍ د پای ته رسېدلو، د غزې لپاره د څو ملیتي ملکي حکومت د جوړولو، له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو او پر ټولو اسراییلیانو د عسکري خدمت د جبري کولو په شمول شپږ محورونه شامل دي.

ښاغلي ګانتز له ریاض سره د اړیکو د عادي کیدو په اړه وویل: له سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کول د ایران او د هغه د متحدانو په وړاندې له ازادې نړۍ او لویدیځ سره د اتحاد د رامینځته کولو په خاطر د یوې هراړخیزې پروسې یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې لا هم په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کیږي، د حماس له سختدریځې ډلې سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې تړانګې د ادارې د پلان په اړه له صدراعظم سره د کابینې د ځینو غړو د مخالفت له امله د اسراییلو جنګي کابینه وېشل شوې ده.

په واکمن لیخود ګوند کې د بنیامین نتانیاهو د ګوند همکار یوف ګالانت هم د چهارشنبې په ماښام له صدراعظم څخه وغوښتل چې له جګړې وروسته د غزې د ادارې لپاره خپل پلان وړاندې کړي.

بنیامین نتنیاهو په یوه بیان کې وویل چې د ګانتز له خوا اعلان شوي شرایط به د اسراییلو د ماتې، د یرغملو د خلاصون د هڅو د ناکامېدو، د حماس د جګړې د دوام او د فلسطیني دولت د تاسیس سبب شي.