د بغلان پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو خواړه ویشل شوي

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې بېځایه شوې کورنۍ

افغاني سرې میاشتې ټولنې د بغلان ولایت په بُرکې ولسوالۍ کې پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو کسانو د خوړو د مرستو د وېش خبر ورکړ.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د غرمې دغه پاخه کړي خواړه د کرکټ د مشهور لوبغاړي راشد خان او د افغان مسلم هندز خیریه بنسټ په مالي ملاتړ برابر شوي وو.

په بغلان کې د غويي یا ثور میاشتې د ۲۱مې نېټې ویجاړوونکو سېلابونو تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او په زرګونو کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب کړل.

په بغلان کې سېلابو ځپلیو پرون ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې تر یوې اوونۍ د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته هم لازمه مرسته نه ده ورسره شوې.