بدخشان کې سېلابونو د ۱۰ ولسواليو لارې تړلي

د بدخشان یوه څنډه

د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار سره د دغه ولایت د لسو ولسوالیو د تګ راتګ لارې نن تړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د فيض آباد – بهارک لويه لاره، چې له فيض آباد سره لس ولسوالۍ نښلوي د ترافيکو پرمخ بنده شوې ده.

باختر اژانس د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري پر اساس وویل، چې سېلونه د دې لارې د بنديدو سبب شوي دي.

په افغانستان کې وروستیو سېلونو په ځانګړي ډول په بغلان او غور ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.