طالبان له ایران سره د صادراتو او وارداتو اندازه ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسول غواړي

د افغانستان او ایران ترمنځ یوه سرحدي سیمه

ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، د طالبانو حکومت پر دې غور کوي چې له ایران سره د صادراتو او وارداتو اندازه ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

د ایران "ایسنا" او "عصر ایران" رسنیو پرون لیکلي چې نورالدین عزیزي د کازان فورم د پنځلسمې غونډې پر مهال د ایران د حلال صنعت د نندارتون د کتنې پر مهال دا خبره کړې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، دوی غواړي د افغانستان پر پولو د ګمرکونو کاري موده ۲۴ ساعته کړي چې ورسره واردات او صادرات چټک شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد مخکې ویلي وو چې په ۲۰۲۳م کال کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه یو میلیارد او ۷۳۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.

د ده په وینا، په دې اندازه ۲۹ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او پاتې یو میلیارد او ۷۱۰ میلیون ډالره له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو اندازه وه.