پاملرنې نړیوالې موسسې د افغان سېلاب ځپلو د ناروغیو د ژر درملنې غوښتنه وکړه

د بغلان یو سېلاب ځپلی

د پاملرنې نړیوال مرستندویه سازمان په افغانستان کې د وروستیو سختو وروښتونو او ورسره تړلو سېلابونو وروسته په دې هېواد کې د اوبو له لارې د خپریدونکو ناروغیو، لکه کولرا او نورو ناروغیو د زیاتیدو انديښنه ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې که په وخت یې مخه ونه نیول شي په سېلاب زپلو سیمو کې خراب بشري وضیعت به نور هم خراب شي.

دې سازمان په یوه بیان کې د پاملرنې موسیسې د افغانستان د برخې د مشر ګراهم ډېوېسن له خولې ويلي: " په دې برخه کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه اندېښمن دي، هغوی چې پر ازادیو یې لګیدلي محدودیتونه حیاتي خدمتونو ته د دوی د لاسرسي په برخه کې خنډ ګرځي. "

ګراهم ډېوېسن زیاته کړې دا سېلابونه په داسې وخت کې راغلي چې افغانستان د بشري مرستو د بودیجې له کمي سره مخ دی او د بشري مرستو پلان یوازې ۱۶٪ تمویل شوی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې " روستي سېلابونه به موجودې ننګونې نورې هم زیاتې کړي، او د هغو لپاره به چې مځکې او شتمنۍ یې له لاسه ورکړي به سرپناه، خوړو او درملو ته لاسرسی لا پسې ستونزمن کړي" .

په ورته وخت کې، د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال د لومړیو څلورو میاشتو کې د دوی ټیمونو په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې چې دا سازمان په کې فعالیت کوي، د شري د ناروغۍ په پېښو کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.