د تورخم دروازې تړل کېدو سلګونه افغانان ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

تورخم دروازه - ارشیف

د ماشومانو، ناروغانو او ښځو په شمول سلګونه افغانان پر ډیورنډ کرښه د تورخم په دروازه کې بند پاتي دي، چې ظاهراً د پاکستاني چارواکو له خوا په موقتي ډول تړل شوې ده.

پاکستاني چارواکو راپور ورکړی چې د تورخم دروازه د پاسپورټ او ویزې د چیک د څانګې د انتقال له کبله تړل شوې او تمه کیږي چې درې ورځې نوره به هم تړلي پاتې شي.

له تورخم څخه عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې دا مهال ماشومان، ښځې او ناروغان د دې دروازې په اوږدو کې په ګرمې هوا او سختو شرایطو کې بند پاتې دي.

تورخم، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو مصروفه لاره ده چې هره ورځ سلګونه کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ له دې لارې تګ راتګ کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ لویه برخه سوداګریزه راکړه ورکړه هم له تورخم تیریږي.

خو دا لاره ډېر کله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو، او نورو څرګندو او ناڅرګندو دلایلو له کبله تړل کیږي چې له دې لارې تېریدونکي مسافر چې ډېر یې ناروغان وي له سختو ستونزو سره مخ کوي.