د چمن پرلتوالو له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې

د چمن د ر وان پرلت یوه څنډه

د بلوچستان ایالت د چمن پرلتوالو پرون چهارشنبې د خپلې جرګې په لومړۍ ورځ له قبایلي مشرانو، علماوو او سیاسي ګوندونو مشورې وغوښتې.

په چمن کې له تېرو ۲۰۹ ورځو راهیسي زرګونه کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط په اعتراض کې پرلت ته دوام ورکوي.

دوی وايي چې د پخوا په شان دې په تذکرې او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د دوی له دې غوښتنې سره موافقه نه کوي.

پرلتوالو د دې لپاره چې د پاکستان پر حکومت خپلې غوښتنې ومني، له پرون څخه جرګه رابللې څو دوی ته داسي حللار وړاندیز کړي چې د پاکستان حکومت د خپل دریځ بدلولو ته اړ باسي.

د جرګې یوه مشر مولانا حافظ محمد یوسف پرون رسنیو ته وویل چې جرګه به داسي تګلاره وړاندیز کړي چې د پاکستان له حکومت سره د چمن د زرګونو خلکو ستونزه پرې حل شي.

ټاکل شوې ده چې جرګه نن او سبا هم دوام وکړي.