د کابل او بلخ سوداګرو د بغلان سېلاب ځپلیو ته مرسته ولېږله

رضاکاران د بغلان پر سېلاب ځپلو وچه ډوډۍ وېشي. سېلاب ځپلي وايي چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د کابل او بلخ ولایتونو سوداګرو پرون چهارشنبې د بغلان سېلاب ځپلیو ته د خوراکي موادو، جامو او نغدو پیسو مرسته ولېږله.

د بغلان د سېلاب ځپلیو لپاره د مرستو راټولولو د کمېټې غړي مولوي اسدالله مصطفي هاشمي د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ته ویلي چې په دغو مرستو کې، چې په ۱۶ موټرو کې بغلان ته ورسول شوه، څه باندې ۳۰ زره امریکايي ډالر، ۸۰۰ بوجۍ اوړه او ۱۰۱۷ کارتنه درمل شامل دي.

هاشمي وویل چې دا مرستې به د بغلان په ۱۰ ولسوالیو کې مستحقو کسانو ته وسپارل شي.

د تېرې جمعې په ورځ د سیلونوله کبله په بغلان ولایت کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا د سیلونو له امله په بغلان کې ۲ زره کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي او تر زر ډېر څاروي تلف شوي دي.