ناروې کې د ځینو افغان فعالانو غونډه؛ بینېټ: ناسته مثبته او د افغان ښځو د حقونو له فعالانو مې الهام اخیستی

د اوسلو ښار یوه څنډه

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په ناروې کې له افغان ښځو، د مدنې ټولنې غړو او یو شمېر سیاسي فعالانو سره ناسته مثبته بللې ده.

بینېټ د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۵مه نېټه په خپله ایکس‌پاڼه لیکي چې د ناروې پلازمېنه اوسلو کې یې د بشري حقونو د څېړنې د لیګ په نوم یوې ټولنې له لوري په جوړه شوې ناسته کې د مدني ټولنې غړو، په ځانګړې توګه په ناروې کې له مېشتو افغانانو او د ښځو حقونو فعالانو سره لیدلي دي.

هغه دا ناستې ځکه مثبتې بللي چې په خبره یې یوځل بیا یې د افغان ښځو د حقونو له فعالانو الهام اخیستی دی.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

بلخوا د بشري حقونو د څېړنو د لیګ په نوم یوې ټولنې په خپله ایکس‌پاڼه د سه شنبې په ورځ د مې په ۱۴مه نېټه لیکلي چې د دې دوه ورځنۍ ناستې کوربنه ده او ګډوانوالو "په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، له حقونو څخه د سرغړونو لپاره د حساب ورکونې پروسې او په ماشومانو او راتلونکو نسلونو د جګړې د چاپېریال اغېزې په اړه خبرې کړې دي."

دغې ټولنې ویلي، په دې ناسته کې "په نورو بحثونو کې له افغانستان سره د بشري مرستو د تمویل، د له ګواښونو سره مخ افغانانو لپاره د خوندیتوب د فرصتونو د زیاتولو، د افغانستان په اړه په دوحه کې د راروانې غونډې او نور مسایل شامل وو."

د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو راپورونه ورکړي چې دا دوه ورځنۍ ناسته پرون سه شنبه د مې په ۱۴مه نېټه پیل شوې ده.

په اوسلو کې د دې ناستې سیمې ته څېرمه راغونډو شویو متعرضو ښځو ازادي راډیو ته په لېږلي نوملړ کې ویلي چې په دې ناسته کې له مدني ټولې اصیلا وردګ، مومنه ، کاوون کاکړ، کریم امین، فاطمه ګیلاني، د طالبانو د حکومت ملاتړو نه بیا د طالبانو د حکومت د تربیت بدني ادارې پخواني مشر نظرمحمد مطمئن، د پوهنتون استادانو فیض محمد ځلاند او جعفر مهدوي، مطیع‌الله محمدي او شمېر نورو ګډون کړی دی.

ازادي راډیو د دغې ناستې له اکثرو ګډوانو نه د ناستې جزییات پوښتلي، خو لا یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.

خو د دغې ناستې یو ګډونوال جعفر مهدوي ازادي راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي چې د دې ناستې ګډونوال د قاعدې له مخې له رسنیو سره د مرکې اجازه نه لري.

د ناورې د ناستې یو ګډونوال جعفر مهدوي

د ناروې حکومت تراوسه د دې ناستې په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

بلخوا په افغانستان دننه د ښځو د حقونو ځېنو فعالانو او له زده‌کړو محرومو نجونو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له دې ناستې یې تمه ده چې پر طالبانو فشار وارد کړي تر څو دوی خپل حقونه تر لاسه کړي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې او زده کوونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له دې غونډې زموږ تمه دا ده چې په کې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د حقونو په اړه بحث وشي، همدارنګه د افغانستان د روان اقتصادي وضعیت چې ډېر خراب دی د خلکو د ستونزو د حل په اړه هم په کار وکړل شي."

د کونړ ولایت اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله لطیفه سالارزۍ بیا وایي چې دا ډول ناستې به هغه صورت کې مثبتې تمامې شي چې عملي پایلې ولري.

هغې وویل: "دا ناستې باید په رسمي ډول وي چې پر دوی (طالبانو) فشار وارد شي. په دې ناسته کې باید هر څه په لیکنې بڼه وویل شي چې د ښځو او بشري حقونه په کې روښانه او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پرانیستل، په دفترونو کې د ښځو کارکولو اجازه په کې واضح شي، نړیوال باید له دوی (طالبانو) په رسمې ډول لاسلیکونه واخلي."

ارشیف: په کابل کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

په اوسلو کې د دې ناستې د ځای مخې ته د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم اعتراض کړی دی.

له دې ډلې په اوسلو کې مېشتې او د ښځو د حقونو فعالې مینې رفیق ازادي راډیو ته وویل: "زه اوس د دې ناستې د هوټل مخې ته ولاړه یم. موږ د دې ناستې خلاف یوو. موږ واورېدل چې پرون په دې ناستې یو ناروېژي چارواکو هم حضور درلود، موږ له دوی هم شکایت لرو، کله چې دوی پوهېږي چې په افغانستان کې بشري حقونه نقض شوي، طالبان د ښځو، بشر او انسان ته هېڅ احترام نه لري نو دوی څنګه هر کال طالبان او پلويان دلته راغواړي او غونډې ورسره کوي."

په اوسلو کې د طالبانو د حکومت د ملاتړو او ځینو افغان سیاسي څېرو تر منځ په داسې حال کې ناسته کېږي چې د طالبانو حکومت د روسیې تاتارستان په کازان کې د اقتصاد نړیوال فورم په ۱۵مه ناسته کې دوی د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د یو لوړپوړي پلاوي د ګډون خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي

ناروې تر دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت چارواکو او د افغان سیاسي څېرو او د ښځو د حقونو د فعالانو منځ ناستې جوړې کړې وې.