اوتونبایووا او عبدالهیان د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره د افغانستان د روانو مسایلو او د دوحې د راروانې غونډې په اړه خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، په دې کتنه کې مېرمن اوتونبایووا د دوحې د درېیمې غونډې په اړه ښاغلي عبداللهیان ته معلومات ورکړل او په دې اړوند یې له هغه سره سلامشورې وکړې.

ملګرو ملتونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی، خو دقیقه نېټه یې نه ده ښودلې.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت په بیان کې راغلي چې ښاغلي عبداللهیان همدا راز په ایران کې دېره څو میلیون افغان کډوالو ته د ملګروملتونو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي چې دا مهال په ایران کې شاوخوا درې میلیون افغان کډوال دېره دي.