روغتیایي سرچینې: د بدخشان پروني اعتراض کې ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

د بدخشان د وروستیو اعتراضونو یو تصویر

په بدخشان کې د ځایي اوسیدونکو او د طالبانو د مخدره موادو په ضد مبارزې ځواکونو ترمنځ شخړه کې د روغتیایي سرچینو په وینا ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه شخړه پرون دوشنبه هغه مهال رامنځته شوه چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې خلک د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په ضد مظاهرې ته راووتل.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، مظاهره کوونکو د طالبانو پر امنیتي کسانو تېږې وارولې او هغوی یې د کوکنارو د کروندو ویجاړۍ ته نه پرېښودل، خو طالبانو یې غبرګون کې پر مظاهره چیانو ډزې وکړې.

اژانس د ارګو په روغتیایي مرکز کې د یوه روغتیایي کارکوونکي په حواله چې نوم یې د امنیتي ملحوظاتو له کبله نه دی یاد شوی، لیکلي چې دوی ته ۲ مړي او ۹ ټپیان وروړل شوي دي.

تر دې وړاندې د مې په درېیمه نیټه هم بدخشان کې ورته اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی و چې دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي وو.