امریکا: ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي

د ایران چابهار بندر چې د هندي کمپنیو د پانګونې خبر پکې ورکړل شوی

امریکايي چارواکو ویلي هندي کمپنیو په ایران کې په پانګونې سره ځان د امریکا د بندیزونو له خطر سره مخ کړی دی.

ایران او هند د دوشنبې په ورځ د چابهار بندر په اړه یو لس کلن تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هند په چابهار کې پانګونې کوي او د دې بندر عملیاتي چارې به مخته وړي.

دا تړون د شاوخوا ۱۲۰میلیونو ډالرو ارزښت لري.

د فرانسې خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پتیل په حواله لیکلي چې: «هر بنسټ یا هر څوک چې له ایران سره تجارتي اړیکې پالي، باید پوه شي چې ځانونه د بندیزونو باالقوه خطر ته اچوي.»

هندي چارواکو مخکې ویلي وو چې چابهار بندر د ګاونډ پاکستان د بایپاس کولو لپاره تر ټولو ښه انتخاب کېدای شي چې ورسره به د هند، ایران او افغانستان سوداګري له منځنۍ اسیا او اروپا سره لا غښتلې شي.