ملګرو ملتونو له افغان سېلاب ځپلو سره د اړینو مرستو ژمنه وکړه

په بغلان کې د یوې کورنۍ غړي له سېلاب وروسته د خپل کور د پاکولو پر مهال

ملګرو ملتونو ژمنه کړې چې له افغان سېلاب ځپلو سره به اړینې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "ملګري ملتونه افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره په تماس کې دي څو د وروستیو سېلابونو په تړاو اړینې مرستې ورسوي. سرمنشي د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي ښودلې او په شمال ختیځ کې یې د سېلابونو له کبله د څه باندې درې سوو کسانو د وژل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د پیوستون ډاډ ورکړی."

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د جمعې د ورځې د سيلابونو له کبله ۳۱۵ تنه مړه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د سېلابونو له کبله ۳۱۵ تنه مړه شوي، ۱۶۳۰ تنه ټپیان شوي او ۲ زره ۶۶۵ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.