افغانستان کې د سېلابونو څپې؛ بغلان کې د ۵۰ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی

د وروستیو سېلابونو یو تصویر

راپورونه وايي چې د بغلان ولایت په ځینو سیمو کې تازه سېلونو لږترلږه پنځوس کسان چې ډېری ښځې او ماشومان دي وژلي دي.

په بغلان کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس هدایت الله همدرد رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د روغتون د چارواکو په حواله تردې دمه د پنځوسو کسانو مړینه تایید کړې ده:

" د بغلان مرکزي روغتون موږ ته تایید کړې چې پنځوسو مړي یې ترلاسه کړي. البته دا ارقام لومړني دي. ښايي د شهیدانو شمېر لوړ شي. په برکې ولسوالۍ، په پلخمري ښار او په دهنه غوري ولسوالۍ کې هم شهیدان لرو."

د افغانستان په نقشه کې بغلان ولایت

نوموړي ویلي دي چې دا سېلونه له درنو بارانونو وروسته ناڅاپه راووتل ځکه نو خلکو تیاری نه ورته درلوده.

همدرد زیاتوي چې د بېړنیو چارو مسوول چارواکي د طالبانو د پوځ او پولیسو په مرسته د احتمالي مړیو د موندلو لپاره د عملیاتو په حال کې دي.

په عین حال کې په بدخشان ولایت کې هم د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې پرونیو سېلونو په تِشکان، تګاب، کوهستان، یاوان او وردوج ولسوالیو کې مالي زیانونه اړولي دي. د بدخشان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس محمداکرم اکبري په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل:

" موږ دلته لوی انساني تلفات نه لرو. یوازې دوه تنه په تِشکان ولسوالۍ کې تري تم دي او په کوهستان ولسوالۍ کې یوتن شهید دی. خو د څارویو، د بریښنا د بندونو او کورونو د ویجاړېدو په څېر مالی زیانونه خورا زیات دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سلګونه کسانو د مړینې او ټپي کېدو، د سلګونه کورونو د ویجاړېدو او د پراخو مالي زیانونو خبر ورکړی خو ښاغلي مجاهد د مړو او ټپيانو دقیق شمېر نه دی ښودلی.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن هم ښايي د هېواد په ځینو ولایتونو کې درانه بارانونه وشي چې تالنده او بریښنا او سخت بادونه به هم ورسره وي.

د وري د میاشتې له وروستیو څخه د افغانستان په لسو ولایتو کې له سلو ډېر کسان د سېلابونو په نتیجه کې مړه شوي دي او ترڅنګ یې پراخې کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي، په داسې حال کې چې د ډېری افغانانو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.

افغانستان د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې د اقلیمي بدلون د زیانونو له پلوه د نړۍ د زیانګالو هېوادونو په فهرست کې شپږم ځای لري.