د کډوالو ملاتړي نړیوال بنسټونه: پاکستان کې د افغان کډوالو د توقیف کچه لوړه شوې

یو شمېر پاکستاني پولیس او افغان کډوال - ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو این ایچ سي ار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) په یوه ګډ راپور کې ویلي، په پاکستان کې د افغان کډوالو دنیول کیدو او توقیف په شمېرو کې، د ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کې د همدې کال د مارچ میاشتې په پرتله، له دوو برابرو ډېر زیاتوالی لیدل کيږي.

په دې راپور کې چې د مې میاشتې په ۹مه نیټه خپور شوی، دغه شان راغلي چې د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې، د ACC لرونکو کارتونو او بې اسنادو افغانانو نیول او توقیف د PoR کارت لرونکو او پناه غوښتونکو په پرتله نږدې درې چنده زیات شوي.

په داسې حال کې چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اپریل په ۲۶ مه په خپل راپور کې، د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د اپریل تر ۲۰مې نېټې دا زیاتولی ۲۵ سلنه ښودلی و.

د «یو ان اچ سي ار» او «ای او ام» د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهیسې، په بلوچستان کې د افغان کډوالو د نیولو او توقیف شمېره تر ټولو لوړه ده او د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر څلورمې نېټې پورې، په سند کې کراچۍ او په بلوچستان کې پښين او چاغۍ د نیولو تر ټولو لوړه شمېره لري.

د خیبر پښتنخوا ایالت په پېښور ښار کې یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: " یو دوه ځلې پولیسو نیولی یم، په ساعتونو منتظر پاتې یم، خپل معقول عذر مې وړاندې کړ، خو هغوی خپله پالېسي او برنامه لري، کله چې موږ اسناد وړاندې کړل او ویزه مو راوړه، بیا یې خوشې کړم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان له ګاونډيو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه غواړو چې افغان کډوال دې له دې هېواده نه باسي.

هم مهاله،د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې له دې هېواده نه باسي.

د یاد وزارت ویاند، متیو میلر د مې په اتمه په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

" موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډیانو هڅولو ته دوام ورکوو چې په افغانستان کې د ناوړه وضعیت په پام کې نیولو سره د نه راستنولو مشورې ته درناوی وکړي، او د نړیوالو بشردوستانه سازمانونو سره د بشردوستانه مرستو د چمتو کولو لپاره همغږي وکړي."

ښاغلي میلر دا هم وویل چې د پاکستان له حکومت سره، د هغه کسانو د خوندیتوب په اړه په تماس کې دی چې امریکا ته د بیا مېشتېدنې او کډوالۍ په لاره دي.

مخکې په پاکستان کې د امریکا سفارت له خوا دغو افغان کډوالو ته د خونديتوب لیکونه ورکړل شوي وو او د ستونزو پر مهال د اړیکو یوه واټسپ شمېره یې هم ورته اعلان کړی وه، خو په شرایطو برابر افغانانو ادعا لرله چې پاکستاني پولیس دغو لیکونو ته پام نه کوي.

د پاکستان حکومت له دې هېواده د قانوني اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو د پړاو د پیل په اړه تراوسه رسمي څه نه دي ویلي، خو کابینې یې ویلي چې د افغان کډوالو د «POR» کارت موده به د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې غځول کیږي.

پاکستان کې د قانوني استوګنې یو شمېر کارت لرونکي افغان کډوال

او پي‌او‌ار POR د کډوالي هغه کارت دی چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو این ایچ سي ار) له خواپه ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې نږدې ۲،۱۵ میلیونه افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.

اې‌سي‌سي ACC بیا د افغان کډوالو د پېژندنې هغه کارتونه دي چې د افغانستان او پاکستان د وخت د حکومتونو د هوکړې پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې نږدې ۸۴۰ زره افغان کډوالو تر لاسه کړي دي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر د لومړۍ نېټې راهيسې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چې تر اوسه یې له ۵۲۰زرو څخه زیات کډوال له ياد شوي هېواده ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.