ننګرهار: تورخم ته نژدې د طالبانو او کوچیانو نښته کې ۳ تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي

له ارشیفه د جلال اباد - تورخم لارې یو تصویر

په ننګرهار کې تورخم دروازې ته نژدې د طالبانو د امنیتي سرتېرو او کوچیانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس په تورخم کې د طالبانو د یوه مسول عرفات مهاجر له خولې ویلي، شخړه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو له خلکو د کورونو د تصفیې غوښتنه وکړه.

طالب چارواکي دغه ځمکه دولتي بولي او غواړي چې د ګمرک تاسیسات ور پراخ کړي، خو ځایي اوسیدونکي یې چې کوچیان بلل شوي ادعا کوي چې ځمکه د دوی ده او اسناد یې هم لري.

پرون د همدې شخړې او مظاهرو له کبله د جلال اباد-تورخم لاره هم بنده وه.

په شخړه کې وژل شوي یو تن طالب چارواکی او نور ځایي معترضان بلل شوي دي.

تېره اونۍ په بدخشان کې د طالبانو د سرتیرو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ د کوکنارو د اړولو پر سر شخړه کې دوه تنه ملکیان وژل شوي وو.