۲ پاکستانیان په افغانستان کې داعش ته د غړو د جلب و جذب په تور نیول شوي

د داعش بیرغ

طالبانو ته یوه نژدې انلاین رسنۍ وايي چې په افغانستان کې یې د د داعش د جلب و جذب دوه پاکستاني مسوولان نیولي دي.

المرصاد د دغو دوو پاکستاني اتباعو د اعتراف ویدیو خپره کړې ده.

هغوی په دې ویدیو کې وايي چې داعش ته یې د کسانو د جذبولو ترڅنګ مالي مرستې ټولولې.

ازادي رادیو د دې ویدیو کره توب تایید یا ردولی نه شي. نورو خپلواکو سرچینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ویدیو یوه ورځ وروسته له دې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ ویندوی ادعا وکړه چې د خیبرپښتونخوا په شانګله کې د مارچ د میاشتې په ۲۶ پر چینايي انجینیرانو حمله په افغانستان کې پلان شوې وه او حمله کوونکی یې هم افغان و.

طالبانو د پاکستان تور سمدستي په کلکه رد کړ او ویې ویل چې د داعش غړي له پاکستانه د حملو لپاره افغانستان ته اوړي.

د شانګلې په برید کې ۵ چینايي انجینیران او د هغو موټرچلوونکی وژل شوي وو.