د طالبانو حکومت: چینایي شرکت ته مو د لوګر د مس عینک کان د استخراج د پیل یو میاشتنی مهلت ورکړی

د لوګر مس عینک کان

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چین ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې د مس عینک کان د استخراج چارې پیل کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون پرون (پنجشنبې) د دلاور څرګندونې خپرې کړې.

ده وویل:

" د چین د قراردادي شرکت ټولې پلمې پای ته رسېدلې او باید د کان د استخراج کار پیل کړي."

له دې سره هممهاله، باختر خبري اژانس د چین د ایم سي سي شرکت د مسوولانو په قول وویل چې د مس عینک کان ته د سړک د جوړولو او د لرغونو اثارو د ساتنې پلان یې نهايي کړی او د پروژې د عملي کار پیلولو ته چمتو شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت سرپرست وزیر ویلي و، اجازه نه ورکوي چې له مس عینک څخه د استخراج شویو مسو د پروسیس چارې له هیواده دباندې ترسره شی.

خو په خپلو تازه څرګندونو کې نه دلاور او نه د ایم سي سي شرکت دې موضوع ته اشاره کړې ده.