بایډن: که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د لومړي ځل لپاره خبرداری ورکړ چې پر رفح د پراخ برید په صورت کې اسراییلو ته وسلې نه ورکوي.

بایډن له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې چې بېګا خپره شوه ویلي: " ما په ډاګه ویلي چې که هغوی رفح ته ننوځي. هغه وسلې چې معمولا د رفح، نورو ښارونو او د دغه کړکیچ په تړاو کارول شوي نه ورکوم."

بایډن زیاته کړه چې اسراییلو پر غزه په خپلو تېرو اوه میاشتنیو بریدونو کې چې پراخ ملکي تلفات یې لرلي امریکایي وسلې کارولي دي.

د بایډن دې پرېکړې د ځینو جمهوري غوښتونکو انتقادونه هم پارولي.

اسراییلو پر رفح ښار د دوشنبې له شپې بریدونو پيل کړي.

د غزې روغتیا وزارت چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګڼل شوي سازمان حماس له خوا اداره کېږي راپور ورکړی چې تر دې دمه ۳۴زره او ۷۸۹ فلسطینیان وژل شوي چې اکثر یې ملکیان دي.