د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن پنجشنبې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د ورښت، چټکو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان له خطرسره مخ ولایتونه یاد کړي او ویلي یې دي چې په ځینو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي او په یو شمېر ولایتونو کې به د چټکو بادونو سرعت په ساعت کې د ۳۰ څخه تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.

وروستیو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خلکو ته ډېرځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د شریکانو په مرسته یې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي موادو، خېمو، روغتیایي خدمتونو او نغدو پیسو مرستې کړې دي.