د لوبو له میدانه؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې له سریلانکا دوه یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې

د افغانستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو یو انځور

د ازادي راډیو د لوبو له میدانه اوونیزه سپورټي خپرونه کې اورئ چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې له سریلانکا دوه یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې.

د قوشتېپې شل اوریز لیګ د کیفیت او لوبو په تړاو کرکټ شنونکي نیوکې لري.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ وروستی حال درکول کېږي.

د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره ځینو نورو هېوادونو هم خپلې لوبډلې اعلان کړې.

په آی‌پي‌ایل کې ګلبدین نایب د لومړي ځل لپاره ولوبېد.

د خپرونې په دوهمې نیمايي کې به د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د پیل شوي قوشتېپې شل اوریز لیګ په تړاو ځانګړې مرکه واورئ چې د مرکې مېلمه پخوانی لوبغاړی باطن شاه عبدالرحیمزی دی.

دا خپرونه هره اوونۍ بختیار ساحل چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له میدانه خپرونه