د یو شمېر ولایتونو سېلاب ځپلي: هیڅ ډول مرسته راسره نه ده شوې

د فراه یوه سېلاب ځپلې سیمه

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله یو شمېر زیانمن شوي ادعا کوي چې هیڅ ډول مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

دوی وايي چې د خوراکي توکو او سرپناه عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د غور د تیوره ولسوالۍ له دهن غارک کلي څخه ازادي راډيو ته په یوه لېږل شوي ویډيو کې ښکاري چې سېلابونه د کورونو او هټيوو تر منځ روان دي او د کلي اوسیدونکي یې له ویرې سره مخ کړي دي.

د افغانستان بېلابېل ولایتونه د روان لمریز کال له پیل را په دې خوا د مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

دې سېلابونو چې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، د خلکو اقتصاد یې هم ځپلی کړی او بېړنیو مرستو ته یې د دوی اړتیا زیاته کړې.

یو شمېر سېلاب ځپلي ادعا کوي چې تر اوسه یې هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ د سرخابي کلي اوسیدونکی، محمد حیدر وایي:

" لس منه غنم مې اوبو وړي، ټول کلی اوبو وړی. هیڅ مرسته نه ده شوې. دېوالونه ویجاړ شوي. د خلکو کښتونه او کروندې له منځه تللي. له دولت څخه مې غوښتنه ده چې همکاري وکړي."

د فراه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی، هدایت الله ازادي راډيو ته وویل: " زموږ په سیمه کې درې څلور ولسوالۍ بیخي ویجاړې شوي، د دولت لخوا هیڅ مرسته نه ده شوې. له دفترونو څخه هم سروې نه ده شوې، مرستې نه دي رسېدلي، د خلکو وضعیت ډېر خرابه دی."

د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د اسکوچه سیمې اوسیدونکی، احمد هم ادعا کوي چې په دې سیمه کې وضعیت ډير خراب دی او تر اوسه مرستې نه دي رسیدلي.

" ډېر زیانونه یې اړولي دي. د بازار په منځ کې اوبه روانې دي. هټیوالو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي. ځمکې او کورونه یې وران کړي دي."

د وروستیو سېلابونو یوه بله څنډه

دا په داسې حال کې دی چې یو شمیر رضا کاره ځوانانو ،د غور ولایت سېلاب ځپلو ته د مرستې راټولولو یو کمپاین پیل کړی څو د هغوی بېړنۍ اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

د دغه کمپاین یوه غړي علي عمر ازادي راډيو ته وویل:" له بده مرغه په غور کې ډېرو کلیو کې خلکو خپل څه چې درلودل له لاسه ورکړل. تر پرون ورځې پورې هیڅ مرستندویه او خیریه بنسټ په دې اړه پاملرنه ونه کړه او موږ وغوښتل چې د خلکو غږ شو. پرون مو دا کمپاین پیل کړ او د خلکو له هرکلي سره مخ شو."

ومو غوښتل چې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند، جانان سایق نظر هم ولرو خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو یاد وزارت د غويي په ۱۷مه نېټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یواځې په بادغیس ولایت کې د سېلابونو له امله ۱۵ کسان مړه شوي، ۱۸۹ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي، د ۱۱۴۲ جریب ځمکې حاصلات له منځه تللي او ۱۱۴۵۰ راس څاروي تلف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند د هوا پېژندنې ادارې، د غويي تر ۲۰مې نیټې، په هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د تیز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.