د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په هرات کې خپله څانګه پرانیسته

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د قزاقستان سوداګرۍ خونې په رسمي توګه د افغانستان په هرات ولایت کې خپله څانګه پرانیسته.

باختر اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په حواله ویلي چې دغه خونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې ښه رول لرلی شي.

قزاقستان وروسته تر هغه په هرات ولایت کې د سوداګرۍ څانګه پرانیزي چې هرات څو ورځې وړاندې د قزاقستان، ترکمنستان او د طالبانو د حکومت او افغان سوداګرو د یوې غونډې کوربه و.

هغې غونډه کې موافقه وشوه چې هرات کې به یو لوی لوجیستیکي مرکز هم پرانستل کیږي.

د طالبانو حکومت که څه هم تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د روسیې او چین په ګډون د سیمې او ګاونډ یوشمېر هېوادونه ورسره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پالي.