د عمران خان مېرمن د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته لېږدول کیږي

عمران خان او مېرمنه یې - ارشیف

د پاکستان یوې محکمې حکم کړی چې د پخواني صدر اعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي دې د کور له نظر بندۍ څخه زندان ته ولېږدول شي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې دغه غوښتنه خپله بشرا بي بي کړې وه، ځکه چې په کور کې نظر بند پاتې کېدو امنیتي اندېښنې ورته پیدا کړې وې.

بشرا بي بي له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د خان په کور کې د حکومت له خوا نظر بنده وه.

هغه او خاوند یې تورن دي چې د صدر اعظمۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ پلورلي دي.

محکمې چارواکو ته امر کړی چې بشرا بي بي د راولپنډۍ د ګاریشن ښار اډیاله زندان ته ولیږدوي، چېرې چې د کریکټ پخوانی ستوری ۷۰ کلن عمران خان د ۱۴ کلن زندان شپې ورځې تېروي.