طالبانو بدخشان کې د کوکنارو د کښتونو اړولو په سر د رامنځته شوي اختلاف د حل خبر ورکړ

د بدخشان یو شمېر معترضان

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړلو پر سر رامنځته شوې لانجه هواره شوه.

مجاهد سه شنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د درایم او ارګو خلکو له حکومتي پلاوي سره په ناسته کې ژمنه کړې چې د کوکنارو له محوې ملاتړ کوي او د ده په خبره مزاحمت به نه ورته کوي.

په ارګو او درایم کې د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو ټیمونو له ولسي خلکو سره لانجه کړې وه چې په نتیجه کې یې د سیمې دوه تنه وژل شوي وو او شپږ نور ټپیان وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د زیانمنو ستونزو ته به رسیدګي کېږي او له دې وروسته به په دې برخه کې څه شخړه نه رامنځته کېږي.
د ارګو او درایم لسګونو اوسیدونکو د طالبانو په وړاندې تاوتریخجنې مظاهرې وکړې او له دې سیمو یې د طالبانو د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

خلکو شکایت کاوه چې د طالبانو وسله وال د دوی شنې کروندې او میوه داره ونې هم د کوکنارو د له منځه وړلو پر مهال له منځه وړي.